refugee action

our work > application forms


Application forms
د غوښتنلیک فورمې

عریضه به څنګه کوو:

د تلیفون په ذریعه:

که چیرې تاسو غواړﺉ چې د چايسز په رضا کارانه توګه د بیرته ستنیدو کومکي پروګرام لپاره عریضه ورکړﺉ، نو لطفاً مونږ ته زمونږ په وړیا تلیفوني شمیره 0808 800 0007 تلیفون وکړﺉ. بيا به ستاسو قضیه د چايسز دفتر ته وسپارل شي او د چايسز کارګر/کاګره به تاسو ته واپسي تلیفون وکړي.

د فاکس په ذریعه:

که چیرې تاسو غواړﺉ چې خپل غوښتنلیک ډاؤن لوډ او فاکس کړﺉ، نو لطفاً په 0207 828 5334 فاکس وکړﺉ. لطفاً د خپل غوښتنلیک د فورمې سره د رازدارۍ بشپړه فورمه شامله کړﺉ.

لطفاً د غوښتنلیک په فورمه د خپل تلیفون صحیح شمیره ورکړﺉ، ځکه چې د غوښتنلیک د اجرا کولو څخه وړاندې به مونږ ستاسو سره تماس نیولو ته اړتیا لرو. که چیرې تاسو زمونږ څخه واپسي ځواب په يوه کاري ورځ کې دننه ترلاسه نه کړ، نو لطفاً مونږ ته په 0808 800 0007 تلیفون وکړﺉ.

په خپله راتلل:

که چیرې تاسو د ګریټر مانچسټر په سیمه کې اوسيږﺉ نو تاسو زمونږ د مانچسټر دفتر ته د دوشنبې د ورځې څخه د جمعې د ورځې پورې سهار د 9.30 بجو څخه مازیګر د 5.00 بجو پورې په دې پت 23–37 Edge Street, Manchester, M4 1HW راتللې شئ.

که چیرې تاسو د لندن په سیمه کې اوسيږﺉ نو تاسو زمونږ د لندن دفتر ته د دوشنبې د ورځې څخه د جمعې د ورځې پورې سهار د 10.00بجو څخه ماسپښين د 1.00 بجې پورې او بیا ماسپښين د 2.00 څخه مازیګر د 4.30 بجو پورې په دې پته The Old Fire The Old Fire Station, 3rd Floor, 150 Waterloo Road, London, SE1 8SB راتللې شئ.

Application forms
د غوښتنلیک فورمې

This is if you are over 18 and an asylum seeker, refused asylum seeker,
or have discretionary leave to remain.

This is if you are over 18 and have no legal status in the UK.

This is if you are an asylum seeker, refused asylum seeker, have discretionary leave to remain or no legal status in the UK, and are
under 18 or have a child under the age of 18 who will be returning
home with you.


Confidentiality Consent Form
د محرمیت د رضایت فورمه

دا فورمه څرګندوي چې Refugee به ستاسو په اړه معلومات محرمانه وساتي. دا همدا رنګه تاسو ته اجازه درکوي چې انتخاب کړئ له چا سره موږ دا معلومات شریکولی شو.


Declaration of voluntary return forms
په رضاکارانه توګه د بیرته ستنیدو د اعلامیې ترجمه

دا په آخري پاڼه ورکړی شوي غوښتنلیک د فورمې په رضاکارانه توګه د بیرته ستنیدو د اعلامیې د انګلیسۍ څخه ترجمه ده. ددې مقصد يواځې تاسو له معلومات درکول دي او تاسو بايد ضرور د انګلیسۍ نسخه لاس لیک کړﺉ.


How to complete a voluntary return form
د خپلې خوښې ستنیدنې لپاره غوښتنلیک څنګه بشپړ کړئ.

دا ګام په ګام لارښوونه له تاسو سره د خپلې خوښې ستندنې لپاره د غوښتنلیک په بشپړولو کې مرسته کوي.